د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د شهيد خبریال له کورنۍ سره خواخوږي شریکه کړه

WhatsApp Image 2025-10-22 at 18.30.07_53ff7069.jpg

1 عقرب 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د افغانستان د ملي راډيو تلویزيون د خبریال اروښاد عبدالظاهر صافي له کورنۍ سره خواخوږي وکړه.


د افغانستان د ملي راډيو تلویزیون خبریال عبدالظاهر ساپی په کابل کې د پاکستاني نظامیانو په هوايي برید کې په شهادت رسېدلی دی.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې جمیل وقار د شهید له کورنۍ سره په لیدنه کې پر دغه پېښه د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، چې کمېټه د وروستيو پېښو د شهیدانو کورنيو سره د لا ډېرو مرستو برابرولو هڅه کوي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د شهید خبریال کورنۍ سره مالي مرسته هم په پام کې لري، چې ورته وبه سپارل شي.