افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د را ټولو په موخه د بلخ ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو، د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د دې ولایت حکومتي مسوولینو ګډون کړی و.
په ناسته کې د کاري خوندیتوب، اطلاعاتو ته د منظم لاسرسي نشتون، د کاري تجهیزاتو کموالی او د خبریالانو د ظرفیت لوړوني او مهارتونو د لوړولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو نشتون په دې ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د اساسي ننګونو په توګه یاد شول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار او فعالیت ستاینه او مننه وکړه، زیاته یې کړه، چې دا ډول ناستې له دوی سره مرسته کوي، ترڅو له شته واقعیتونو، غوښتنو او ستونزو په کره ډول خبر شي او په همدې اساس خپل راتلونکي پروګرامونه تنظیم او د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزو ته رسیدنه وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو ته د رسیدګي او د خبریالانو د مصونیت لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.



