افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه په کندهار، بلخ، کندوز، ننګرهار، لغمان، سمنګان، کونړ، بغلان، سمنګان، تخار، سرپل، فاریاب، جوزجان، هلمند، بامیانو، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې د ۲۳ دولتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.
په یادو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، د اطلاعات او فرهنګ، ټولګټو چارو، اقتصاد، برېښنا شرکت، امربالمعروف ریاستونو او یو شمېر نورو ادارو مسوولینو، په سوېل، شمال، ختیځ او شمال ختیځ زونونو کې د کمېټې د زونونو استازو او د کمېټې ولایتي استازو ګډون درلود.
په ناستو کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو، په نشراتي برخه کې د سیمه ییزو رسنيو په ستونزو، د ویاندویانو په ګمارنې، اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو د غوره لاسرسي په برخه کې د زمینې په برابرولو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
په یادو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د خبریالانو او رسنيو څخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




