افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د را ټولو په موخه د ننګرهار ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو، د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د دې ولایت حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
په ناسته کې اطلاعاتو ته د منظم لاسرسي نشتون، د کاري وسایلو کمښت، د سیمه ییزو رسنیو پر وړاندې پرتو خنډونو ته نه رسیدګي او د خبریالانو د لوړتیاو او مهارتونو د لوړولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو کموالی په دې ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د اساسي ننګونو په توګه یاد شول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار او فعالیت ستاینه او مننه وکړه، زیاته یې کړه، چې د سیمه ییزو او ملي رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د لرې کولو لپاره د هېواد په کچه هڅې کوي.
نوموړي همداراز وویل، چې دا ډول ناستې له دوی سره مرسته کوي، ترڅو له شته واقعیتونو، غوښتنو او ستونزو په کره ډول خبر شي او په همدې اساس خپل راتلونکي پروګرامونه تنظیم او د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزو ته رسیدنه وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو ته د رسیدګي او د خبریالانو د مصونیت لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.


