افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې روح الله سنګر په پروان ولايت کې د خپل نوي استازي په توګه معرفي کړ. له ښاغلي سنګر وړاندې مسرور لطفي په دغه ولايت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازی و.
په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جميل وقار، د پروان د اطلاعات او فرهنګ رييس مولوي شمس الحق صدیقي، د چاریکار ښاروال حافظ راز محمد ياسر، د خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو مدیر حسیب فرارون او د دغه ولايت د ځايي رسنيو خبریالانو او مدیرانو برخه اخېستې وه.
په غونډه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جميل وقار د ښاغلي سنګر د معرفي کولو سربېره د پخواني استازي د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې رسنیزه ټولنه ډېر کار ته اړتیا لري او موږ ژمن يوو، چې د خبریالانو غوښتنو ته رسیدګي وکړو او د ستونزو د حل لپاره یې لا ډېرې هڅې وکړو.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د کمېټې له نوي استازي سره به په دغه ولايت کې همکاري وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.



