د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب او علمي کچې د لوړوالي او د رسنيو د فعالیت د پیاوړتیا په برخه کې د زده کړو ارزښت ته په پام، افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د البیروني پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي سره د زده کړو، څېړنو او د ژورنالیزم محصلینو او خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه د ګډو همکاريو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړهلیک له مخې چې د خبریالانو د مهارتونو او زده کړو د کچې د لوړوالي او د ژورنالیزم پوهنځي زدکړیالانو ته د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شو، دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د ورکشاپونو او ښوونيزو پروګرامونو د جوړولو برخه کې همکاري وکړي او د عملي زده کړو زمینو برابرولو، په ښوونیزو پروګرامونو کې د استادانو او متخصصینو د معرفي کولو او معرفي کېدونکو خبریالانو ته د پوهنتون علمي او ډیجیټل منابعو ته د لاسرسي زمینې برابرولو کې همکاري وکړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې وويل، د هېواد رسنیزه ټولنه مسلکي کسانو ته اړتیا لري او دا هوکړه لیک کولی شي چې دغه برخه کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس پوهنمل محمد اغا الهام په یاده ناسته کې وويل، چې دا هوکړهلیک د نورو مواردو سربېره د دغه پوهنځي زدکړیالانو ته د عملي زده کړو د تر لاسه کولو زمينه برابروي او مرسته کوي چې په رسنيو کې د کار کولو جوګه شي.
دا هوکړهلیک چې ۸ مادې لري، د لاسلیک له نېټې تر یوه کال پورې د پلي کېدو او د دواړو لوریو د لیکلې هوکړې له مخې د تمدید وړ دی.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو د ظرفیت لوړونې او مسلکي پوهې د لوړاوي لپاره تل هڅه کوي.

