افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، کندوز، پنجشیر، سرپل، بغلان، پکتیا، نورستان، لوګر، زابل، بامیان، ارزګان او بدخشان ولایتونو کې د یو شمېر ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې په ختیځ او شمال ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او د کمېټې استازو، د بامیان، زابل، لوګر، پنجشیر او ارزګان ولايتونو د ولايت مقام وياندویانو، د پنجشیر، زابل، روزګان، سرپل او بدخشان ولايتونو د امنيه قوماندانيو ویاندویانو، د زابل او لوګر د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاستونو ویاندویانو، د پکتیا، کندوز، ننګرهار او نورستان د ښارواليو ویاندویانو او د بغلان د برېښنا او لوګر د چاپېریال ساتنې ریاستونو ویاندویانو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې په پراختیا ټينګار وشو.
حکومتي چارواکو په یادو ناستو کې ژمنه وکړه، چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.




