د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کندهار، بلخ، ننګرهار، خوست، کاپیسا، کونړ، لغمان، ارزګان، هلمند، پکتیا او نورستان ولایتونو کې د ۱۸ ځايي رسنيو له مسوولنيو او خبریالانو سره د رسنيو د وضعيت، فرصتونو او ستونزو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، د جنوب، جنوب ختيځ، ختیځ او شمال لپاره د کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د نورستان د ملي راډيو تلوېزیون، د پکتیا د باختر اژانس، د ځلا او شرق راډيو تلوېزیونونو، د غرښت تلوېزیون او د نن، وړانګې، شهامت، هيرمند، بدلون، تبسم، سولې پيغام، سلام ارزګان، پيوستون، فجر، ندای حقیقت، طنین او حسین راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
د دغو لیدنو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي په تړاو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د خبریالانو خوندیتوب او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





