افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه په ننګرهار، کندز، هرات، نورستان، لغمان، زابل، سرپل، ارزګان، بدخشان، سمنګان، پکتیا، کاپيسا، فاریاب، نیمروز، فراه، بادغیس او میدان وردک ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين، د نورستان او کندوز ولایتونو والیانو، د ننګرهار، لغمان، زابل او سرپل ولايتونو د ولایت مرستيالانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو رئیسانو، د یو شمېر دولتي ادارو ویاندویانو او استازو، په يادو ولایتونو کې د ځايي رسنيو مسوولینو او خبریالانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو پکې برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو نشراتي او اقتصادي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د حکوت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.




