افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په ۱۶ ولايتونو کې د ۲۰ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

3.jpg

11 قوس 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه په کندز، لوګر، بامیان، هلمند، زابل، پروان، فراه، غور، نیمروز، تخار، جوزجان، سرپل، سمنګان، فاریاب، پکتیکا او نورستان، ولايتونو کې د ۲۰ دولتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د سمنګان امنیه قوماندان، د فراه ښاروال، د زابل مستوفي، په یادو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتيا، اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د مختلفو ادارو مسوولینو، په لویدیځ او شمال ختيځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زون مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په ناستو کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو، په نشراتي برخه کې د سیمه ییزو رسنيو په ستونزو، د ویاندویانو په ګمارنې، اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو د غوره لاسرسي په برخه کې د زمینې په برابرولو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.


په یادو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د خبریالانو او رسنيو څخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.