افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هرات له خبریالانو سره مشورتي ناسته وکړه

2.jpg

13 قوس 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هرات ولایت کې له ځايي خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د هغوی د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د اورېدو په پار مشورتی ناسته وکړه.


په دغه ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو، د سیمه ييزو رسنيو مسوولینو، په دغه ولايت کې فعالو خبریالانو او ځايي حکومتي چارواکو برخه اخېستې وه.


په ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د برېښنا لوړ لګښت، د فریکونسي د جواز لګښت، اقتصادي ستونزو او د خبریالانو د مهارتونو او ظرفيت لوړونې په موخه د ښوونيزو پروګرامونو کمښت په دغه ولايت کې د خبریالانو پر وړاندې لویې ستونزې وبلل شوې.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جميل وقار د خبریالانو او رسنيو د کار د ستایلو ترڅنګ وويل، چې افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره هڅه کوي، ترڅو د رسنیز کار لپاره لا ښه زمینه برابره شي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.