فغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د جنوب زون خبریالانو سره د مشورتي ناستې په څنډه کې د هلمند، روزګان او زابل ولایتونو له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست په مقام کې ولیدل.
د رسنیو مسوولینو او خبریالانو د شته ستونزو د بیانولو ترڅنګ زیاته کړه چې د خبریالانو د ظرفیت لوړوني او د رسنیو پر وړاندې د اقتصادي ننګونو د له منځه وړلو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.
په یاده ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار وویل، چې په یادو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو ستونزې یې له اړوند ادارو او وزارتونو سره شریکې کړې دي ترڅو یې د حل لپاره هڅې وشي.
په ناسته کې په جنوب زون کې د کمېټې همغږي کوونکي احمد لودین وویل چې کمېټه د رسنیو ستونزې درک کوي او دې ستونزو ته د رسیدګي په موخه دوامداره هڅې کوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.



