د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کندهار، خوست، ارزګان، پکتیا، بغلان، لوګر، زابل، جوزجان، سمنګان، فاریاب، پکتیکا، او نورستان ولايتونو کې د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه د ۱۳ حکومتي ادارو له وياندويانو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د پکتیکا والي، د قلات ښاروال، د اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتيا، امربالمعروف او نهې عن المنکر او د یو شمېر نورو رياستونو مسوولینو، په جنوب او جنوب ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په ناستو کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو، په نشراتي برخه کې د سیمه ییزو رسنيو په ستونزو، د ویاندویانو په ګمارنې، اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو د غوره لاسرسي په برخه کې د زمینې په برابرولو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
په یادو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د خبریالانو او رسنيو څخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



