د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هرات، کندهار، کندز، غزني، بغلان، کونړ، لغمان، بدخشان، غور، فراه، نیمروز، تخار، ارزګان، پنجشیر او پکتیکا ولایتونو کې د ۲۵ ځايي رسنيو له مسوولنيو او خبریالانو سره د رسنيو د وضعيت، فرصتونو او ستونزو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، په جنوب، شمال خیتځ، لویدیځ او مرکز زونونو کې د کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو، د پنجشیر د ملي راډيو تلویزیون مسوولین، د د ځلا او معراج راډيو تلوېزیونونو مسوولینو، د اورانوس او استقلال تلوېزیونونو مسوولینو او د کهندژ، کندز، کاوون غږ، زیار، حریم زن، صدای بانوان، سرحد، فیروز کوه، صدای عدالت، دنیای نو، نشاط، همصدا، کلید، ښکلا، زېور، تړون، بغلان، شمله، دهکده او پښتون غږ راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
د دغو لیدنو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي په تړاو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د خبریالانو خوندیتوب او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




