خوندیتوب کمېټې په ۱۵ ولایتونو کې د مختلفو ادارو ویاندویانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي د زیاتوالي په تړاو ناستې وکړې

1.jpg

1 جدی 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ولایت‌های کندز، ننګرهار، زابل، پنجشیر، سرپل، پکتیا، نورستان، لوګر، ارزګان، هلمند، فراه، غور، تخار، لغمان او پروان ولایتونو کې، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولینو او د یو شمېر ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې په ختیځ او شمال ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د هلمند، سرپل، تخار او پروان ولايتونو والیانو ویاندویانو، د هلمند، پکتیا او فراه ولايتونو د امنیه قوماندانيو ویاندویانو، د ارزګان او نورستان ولايتونو د استخباراتو وياندويانو او د يو شمېر نورو ادارو ویاندویانو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې په پراختیا ټينګار وشو.


حکومتي چارواکو په یادو ناستو کې ژمنه وکړه، چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.