د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږۍ کلنۍ ناسته چې د دوو ورځو لپاره (د مرغومي له درېیمې تر څلورمې) په کابل کې جوړه شوې وه، پای ته ورسېده.
په ناسته کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولینو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي او مرکزي مسوولینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د همغږۍ کلنۍ ناسته هر کال د تېر کال د فعالیتونو د ارزونې، راتلونکي کال ته د پلانونو جوړولو او د رسنیو پر وړاندې د شته ننګونو د ارزونې او د رسنیو په عمومي وضعیت د بحث په موخه جوړېږي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، جمیل وقار، د کمېټې فعالیتونو ته په اشارې وویل، چې ګڼ شمېر خبریالان د کمېټې له خدماتو برخمن شوي او د رسنیز کار پر وړاندې شته ننګونو ته د رسیدګي او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال په برخو کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې کمېټه په راتلونکي کال کې هڅه کوي خپل فعالیتونه د رسنیزې ټولنې د غوښتنو او وړاندیزونه په اساس تنظیم کړي ترڅو د خبریالانو بنسټیزې ستونزې په موثره توګه حل شي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو معین، مولوي حیات الله مهاجر فراهي، په دغه ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د وزارت او اړوندو ادارو په کچه د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
همدارنګه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت په ټولیزو رسنیو د څار رئیس، مولوي صفي الله رائد، وویل چې رسنۍ په ټولنه کې ارزښتناک رول لري او د خبریالانو خوندیتوب او د دوی ستونزو ته رسیدګي د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مسوولیتونو څخه دي.
په دې ناسته کې د زونونو مسوولینو او د کمېټې ولایتي استازو د تېر کال لاسته راوړنې او ستونزې وڅېړلې او د راتلونکي کال کاري پلانونه یې شریک کړل.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.




