په جنوب او لویدیځ کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو، د افغانستان د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره ولیدل.
په دغه ناسته کې، په یادو زونونو کې د رسنيز کار د ټولیز وضعیت، د رسنيو او خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو، کره اطلاعاتو ته د خبریالانو پر لاسرسي، د رسنيو د جوازونو او برېښنا د لوړ لګښت، د خبریالانو خوندیتوب او ځينې نورو مسایلو په تړاو خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې د اسلامي امارت وياند له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وويل چې د رسنيو او خبریالانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، په هېواد کې د رسنیزو کار کوونکو او خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کېدو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

