افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه په ننګرهار، هرات، ارزګان، کاپیسا، نیمروز، فراه، بادغیس، غور، تخار او بغلان ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولینو، د یو شمېر دولتي ادارو ویاندویانو او استازو، په يادو ولایتونو کې د ځايي رسنيو مسوولینو او خبریالانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو نشراتي او اقتصادي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د حکوت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.



