افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د ۱۷ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

3.jpeg

15 دلو 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د کندز، کندهار، ارزګان، نیمروز، پکتیا، بغلان، لوګر، سمنګان، فاریاب، پکتیکا، غور، بدخشان، سرپل، کاپیسا، پروان، تخار او زابل ولايتونو د ۲۶ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتې جلا جلا غونډې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې د ارزګان والي، د نیمروز مرستيال والي، د شرنې ښاروال، د لوګر امنیه قوماندان، په يادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف او نهی عن المنکر، کليو پراختیا، شهيدانو او معلولینو ریاستونو او ځينو نورو ادارو مسوولینو، په جنوب، لویدیځ او شمال ختیځ زونونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په غونډو کې، په دغو ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د سیمه ييزو رسنيو د نشراتي ستونزو، د خبریالانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې،


د دغو ولايتونو چارواکو د رسنيو او خبریالانو له کار څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.