افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په بلخ، ننګرهار، خوست، کندز، ارزګان، کونړ، لغمان، بغلان، جوزجان، پکتیا، تخار، هلمند، زابل، نورستان او پنجشیر ولايتونو کې د ۱۶ رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو لیدنو کې، د کمېټې د شمال، ختيځ، شمال ختیځ او جنوب ختیځ زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د پنجشیر، نورستان او خوست د ملي راډيو تلوېزیونونو، د ارزو او امید فردا راډیو تلویزیونونو، د وړانګې جریدې او د روشني، رغون، صفا، پيمان، تعلیم الاسلام، شیخ زاید، شهامت او ترکمن راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.




