افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نیمروز والي سره ولیدل

WhatsApp Image 2026-02-02 at 12.04.14.jpeg

23 دلو 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په نیمروز ولايت کې د خبریالانو ستونزې د دغه ولايت له والي مولوي عبدالمنان محمود سره شریکې کړې.


په دغه ناسته کې په لویدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول شمیل احمد مشعل په نیمروز کې د ولايتي استازي عبدالغفار عزیزي په ملتيا په دغه ولايت کې د رسنيز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د شریکولو ترڅنګ، په دغه ولايت کې د رسنيو د ټولیز وضعيت په تړاو خبرې اترې وکړې او له رسنیو او خبریالانو سره يې د سيمه ييزو حکومتي ادارو پر همکارۍ ټينګار وکړ.


په دغه لیدنه کې د نیمروز والي د رسنيو د فعاليت د قدرونې ترڅنګ وويل چې د سیمه يیزو ادارو مسوولین د خبریالانو او رسنيو د ستونزو حل برخه کې هڅې کوي او لا ډېرې اسانتياوې به رامنځته کړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.