افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په اوو ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري غونډې وکړې

2.jpeg

27 دلو 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غزني، کندز، بدخشان، پکتیکا، لغمان، تخار او لوګر ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او ګډو کمېټو د ځواکمنتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري غونډې وکړې.


په دغو غونډو کې، د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسوولینو، د یو شمېر ادارو ویاندویانو او استازو، خبریالانو او د سیمه ييزو رسنيو مسوولینو، په يادو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي او نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په موخه خبرې اترې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.