افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، غزني، زابل، پنجشیر، پکتیکا، بدخشان، کونړ، جوزجان، فراه، غور، بغلان، تخار او لغمان ولایتونو کې، د یو شمېر ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې په ختیځ او مرکز ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د پکتیکا، بغلان، غور او زابل د والیانو ویاندويانو، د پنجشیر او غزني د امنیه قوماندانيو وياندويانو، او د کونړ د استخباراتو، د فیض اباد او شبرغان د ښارواليو، د ننګرهار، لغمان او کونړ د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو او يو شمېر نورو ادارونو وياندويانو او مطبوعاتي مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې پر پراختیا ټينګار وشو.
په یادو ناستو کې، حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.




