افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د ۱٣ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

30 دلو 1404

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه پروان، نیمروز، غزني، کونړ، ارزګان، هلمند، بغلان، سمنګان، پکتیکا، زابل، تخار، او سرپل ولایتونو کې د ١٤ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتې جلا جلا غونډې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې د زرنج او چاریکار ښاروالانو، په یادو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور او ځينو نورو ادارو مسوولینو، په جنوب زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په غونډو کې، په دغو ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د سیمه ييزو رسنيو د نشراتي ستونزو، د خبریالانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې،


د دغو ولايتونو چارواکو د رسنيو او خبریالانو له کار څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.