افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کندهار، ننګرهار، کندز، پروان، زابل، کونړ، لغمان، جوزجان، پکتیا، تخار، کاپیسا، بامیان، نورستان و پنجشیر ولايتونو کې د سیمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبریالانو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې په ختيځ، شمال ختیځ او جنوب زونونو کې د کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، په پکتیا او کاپیسا کې د سیمه ييزو رسنيو خبریالانو او د مزل، ملت، غږ، څراغ، کچکن، نسیم، غزل، ملي، الینا، شهر به شهر، ښکلا، شیخ متي، زیار او توران راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.



