افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه ننګرهار، بامیان، تخار، کونړ، نیمروز، غور، لوګر، پکتیا، فاریاب، سمنګان، سرپل، نورستان، لغمان، هلمند، ارزګان او بغلان ولایتونو کې د ۲۱ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتې جلا جلا غونډې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې، د کونړ والي، د نورستان امنیه قوماندان، په دغو ولايتونو کې د اطلاعات او کلتور ریاستونو او نورو ادارو چارواکو، په ختيځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زون مسوول او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په غونډو کې، په دغو ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د سیمه ييزو رسنيو د نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې،
د دغو ولايتونو چارواکو د رسنيو او خبریالانو له کار څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.



