افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غزنی، کندز، پروان، زابل، فاریاب، بغلان، پنجشیر، ارزګان، هلمند، نورستان او جوزجان ولایتونو کې، د یو شمېر ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې په مرکز، شمال ختیځ او پایتخت زونونو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو، د ارزګان، فاریاب او غزني ولايتونو د والي وياندویانو، د پنجشیر بغلان، هلمند او زابل د امنیه قوماندانيو ویاندويانو او د زابل د استخباراتو، د جوزجان د کرنې او مالدارۍ، د کندز د عامې روغتيا، د قلات ښاروالۍ، د پروان د امرباالمعروف او نهې عن المنکر او د نورستان د حج او اوقافو ریاستونو مطبوعاتي مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې پر پراختیا ټينګار وشو.
په یادو ناستو کې، حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.




