افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هرات، بغلان، کاپیسا، نیمروز، غور، بادغیس، سمنګان، پکتیکا، نورستان او ارزګان ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او ګډو کمېټو د ځواکمنتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري غونډې وکړې.
په دغو غونډو کې د بغلان والي، د پکتیکا امنیه قوماندان، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولینو، د سیمه ييزو ادارو ویاندویانو او استازو، په یادو ولايتونو کې د سیمه ییزو رسنيو مسوولینو او خبریالانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي او نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په موخه خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.




