افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په ننګرهار، بلخ، کندز، پروان، هلمند، جوزجان، بدخشان، لغمان، ارزګان، کاپیسا، بغلان، دایکندي، نیمروز، غور او فراه ولايتونو کې د ۲۵ رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، لویديځ، شمال، پایتخت، ختيځ او شمال ختیځ زونونو کې د کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو، د بدخشان، نیمروز، لغمان، کاپیسا او غور ولايتونو د ملي راډيو تلویزیون مسوولینو، د یازده راډيو تلویزیون مسوول، د اورانوس تلویزیون مسوول، په بغلان او نیمروز ولايتونو کې د باختر خبري اژانس ولايتي مسوولینو، د اعزاز، یاد، دل ها، پروان پوهنتون، صدای پروان، شهر به شهر، ارزښت، اتفاق نوين، پيوستون، کندز، فجر، صدای دوست، تعلیم الاسلام، صدای عدالت او فریاد راډيوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.




