مولوي ذبیح الله مجاهد له افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه

3.JPG

26 حمل 1405

د افغانستان د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیح الله مجاهد له افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.


په دغه ناسته کې د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو د اقتصادي ستونزو او د رسنيز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبریالانو خویتوب کمېټې مشر جميل وقار، د رسنيو د کار پر ازرښت د ټينګار ترڅنګ وويل، چې د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپيریال رامنځته کول او د رسنيو د ستونزو حل، په ځانګړي توګه د برېښنا لوړ لګښت، د فریکونسۍ تعرفې ، پر رسنيو د لوړو مالیاتو کمښت او د نورو اقتصادي ستونزو حل کولی شي چې د رسنيو پاېښت سره مرسته وکړي.


د اسلامي امارت وياند په دغه ناسته کې په ټولنه کې د رسنيو رول ته په اشارې سره وويل چې په هېواد کې رسنيز سکټور له يو شمېر ستونزو سره مخ دی او حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. ښاغلي مجاهد دغه راز زیاته کړه، په نږدې وختونو کې به د رسنيو د برېښنا لګښت له سوداګريز هغې څخه رهایشي ته بدل شي، د فریکونسۍ د تعرفو او مالیاتو د کمښت په برخه کې به هم ګټور ګامونه پورته شي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.