افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په بدخشان ولایت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د ننګونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د دې ولایت له یو شمېر خبریالانو، د رسنیو له مسوولینو او د اطلاعات او فرهنګ ریاست له مسوولینونو سره ناسته وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، جمیل وقار، د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له مسوولینو، خبریالانو او رسنیو مسوولینو سره په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د رسنیو د کار په دوام او ځواکمنتیا ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، چې کمېټه تل هڅه کوي، ترڅو د خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او لا ښه خدمات ورته وړاندې کړي.
د دې ولایت د رسنیو مسوولینو او خبریالانو وویل، چې د رسنیو اقتصادي او نشراتي ستونزې، د لازم ظرفیت تشه او د اړتیا وړ تجهیزاتو نشتون هغه ننګونې دي، چې د بدخشان رسنۍ او خبریالان ورسره مخ دي او د حل غوښتنه یې وکړه. دوی همدارنګه د دې ولایت خبریالانو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه.
په دې ناستو کې د کمېټې له مسوول سره د پروګرامونو مسوول، حسیب الله فرارون، او په بدخشان کې د کمېټې استازي، صدیقي لعلزاد، هم ګډون درلود.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د را منځ ته کولو لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي.


