د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول د تخار له یو شمېر خبریالانو سره ناسته وکړه

1.jpeg

1 ثور 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تخار ولایت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د ننګونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د دې ولایت له یو شمېر خبریالانو، د رسنیو له مسوولینو او د اطلاعات او فرهنګ ریاست له مسوولینونو سره ناسته وکړه.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، جمیل وقار، د تخار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له مسوولینو، خبریالانو او رسنیو مسوولینو سره په ناستو کې وویل، چې رسنۍ د دې ترڅنګ چې په تېرو څو کلونو کې له زیاتو ننګونو او ستونزو سره مخ وي، خو خپل کار ته یې دوام ورکړی دی او اوس اړتیا ده، چې تر بل هر وخت زیاتې تقویه او د خبریالانو ستونزو ته رسیدنه وشي.


د تخار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست رئیس، مولوي ذبیح الله انصاري، وویل چې دې ریاست تل هڅه کړي ترڅو د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي او د ښه رسنیز کار زمینه برابره کړي.


د دې ولایت د رسنیو مسوولینواو خبریالانو د رسنیز کار پر وړاندې پرتې ستونزې یادې کړې او غوښتنه یې وکړه چې یادو ستونزو ته عملي حل لارې پیدا شي.


په دې ناستو کې د کمېټې له مسوول سره د پروګرامونو مسوول، حسیب الله فرارون، او په تخار ولایت کې د کمېټې استازي، عبدالسمیع خاوري، هم ګډون درلود.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د را منځ ته کولو لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي.