د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول په بغلان ولايت کې له يو شمېر خبریالانو سره ولیدل

1.jpeg

2 ثور 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د رسنيز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبریالانو د خوندیتوب په تړاو په بغلان ولايت کې له ځایي خبریالانو، د رسنيو مسوولینو او د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسوولینو سره وکتل.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جميل وقار، د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولینو، خبریالانو او د رسنيو مسوولینو سره په لیدنو کې د رسنيو او خبریالانو څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې کمېټه د رسنيو د پیاوړتیا او خبریالانو د ملاتړ لپاره تل هڅې کوي.


د بغلان ولايت د رسنيو مسوولینو او خبریالانو اقتصادي ستونزې او د خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو لپاره د ښوونیزو برنامو نشتوالی د رسنيز کار پر وړاندې لویې ننګونې یادې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.


په دې ناستو کې د کمېټې له مسوول سره د پروګرامونو مسوول، حسیب الله فرارون، او په بغلان ولایت کې د کمېټې استازي، عبدالواحد وحدت، هم ګډون درلود.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.