افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په شمال ختیځ زون کې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو، وړاندیزونو او ننګونو د را ټولو په موخه د دې زون زون اړوند د کندوز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو له خبریالانو او رسنیو مسوولینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو، په دې زون کې فعالو خبریالانو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
په ناسته کې د رسنیو د جوازونو د شمېر زیاتوالی، د رسنیو اقتصادي ستونزې، د رسنیو د برېښنا لوړ لګښت، د فریکونسي جوازونو لوړ فیس او د خبریالانو د ظرفیتونو او وړتیاوو لوړولو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو کموالی د دې زون په ولایتونو کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې وبلل شوې.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول، جمیل وقار، د خبریالانو د کارونو او فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ وویل چې، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د رسنیو په برخه کې یو لړ پرمختګونه شوي دي، خو کمېټه لا ډېره هڅه کوي څو د رسنیز کار پر وړاندې شته ننګونو ته رسېدنه وشي او د خبریالانو لپاره د کار لا ښه زمینه برابره شي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.




