افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، محمد عمر نجاتمل، په میدان وردک ولايت کې د خپل نوي استازي په توګه معرفي کړ. له ښاغلي نجاتمل وړاندې وړاندې شکرالله دانش په دغه ولايت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازی و.
په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جميل وقار، د میدان وردګو د اطلاعات او کلتور رييس مولوي حبیب الله مجاهد، د خوندیتوب کمېټې د ولايتي چارو مسوول يوسف ظریفي، په مرکز زون کې د خوندیتوب کمېټې د زون همغږي کوونکي ګلاب الدین اميري او د دغه ولايت د ځايي رسنيو خبریالانو او مدیرانو برخه اخېستې وه.
په غونډه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جميل وقار د ښاغلي نجاتمل د معرفي کولو سربېره وویل چې د رسنيز ډګر اوسني وضعیت ته په کتو ډېر کار ته اړتیا لري او موږ ژمن يوو چې د خبریالانو غوښتنو ته رسیدګي وکړو او د ستونزو د حل لپاره یې لا ډېرې هڅې وکړو.
د میدان وردک ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريیس د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د کمېټې له نوي استازي سره به په دغه ولايت کې همکاري وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.
