افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې د پنجشیر ولایت له والي، مولوي محمد آغا حکیم سره د خبریالانو او رسنیو ستونزې شریکې کړې.
په دې ناسته کې د کمېټې د پایتخت زون مسوول روح الله سنګر، د پنجشیر ولایت لپاره د کمېټې استازي ولي میرزاد او د دې زون یو شمېر خبریالانو ګډون درلود. دوی د پنجشېر په ولایت کې د خبریالۍ د کار پر وړاندې شته ننګونې شریکې کړې، د رسنیو پر عمومي وضعیت یې بحث وکړ او د دولتي ادارو له لوري له خبریالانو او رسنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د پنجشیر والي په دې ناسته کې د رسنیز کار د ښه والي لپاره له وړاندیزونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې سیمه ییزه اداره د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د کار د اسانتیا لپاره ژمنه ده.
افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي.
