افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې د هلمند ولایت له والي، مولوي امان الدين منصور سره د خبریالانو او رسنیو ستونزې شریکې کړې. په دغه ناسته کې د هلمند ولایت ویاند مولوي محمد قاسم ریاض هم برخه درلوده.
په دې ناسته کې، په هلمند ولايت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي عبدالله حقمل په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو پر شریکولو سربېره اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او له خبریالانو سره د حکومتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د هلمند والي په دې ناسته کې د رسنیز کار د ښه والي لپاره له وړاندیزونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې سیمه ییزه اداره د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د کار د اسانتیا لپاره ژمنه ده.
افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي.


