افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کابل کې د يوې غونډې پرمهال، د می درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ونمانځله.
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د طلوع نیوز مسوول فرید الله محمدي، د اریانا نیوز مسوول مجیب الرحمن بهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران، د پژواک خبري اژانس مسوول عبدالقدير منصف، د شمشاد راډيو تلویزیون د نشراتو مسوول ماهر احسانزي، د بیګم راډيو مسوولې روحینا هاشمي، د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د کليد ګروپ مسوول غيور وزیري، د خامه پرس مسوول منصور نیکمل، د یک تلویزیون مسوول سنګر هاشمي او د یو شمېر رسنيو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو استازو برخه اخیستې وه.
په ناسته کې په هېواد کې د رسنيو د ټولیز وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتياوو، د رسنيو د اقتصادي ستونزو، خبریالانو ته د ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو او له رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ په تړاو خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين مولوي حیات الله مهاجر فراهي په دغه ناسته کې د رسنيو د فعاليتونو د قدرداني ترڅنګ وویل چې حکومت له رسنيو څخه ملاتړ ته ژمن دی. ښاغلي فراهي دغه راز وويل چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره به ګټور ګامونه پورته شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو مسوول حسیب الله فرارون وويل، سره له دې چې خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره کار کوي، ترڅنګ یې د خبریالانو د روزنې او ظرفیت لوړولو پروګرامونه هم پلي کړي دي.
د رسنيو مسوولینو هم په خپلو ویناوو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په ځانګړي توګه د رسنيو اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د رسنيو او خبریالانو د ملاتړ په تړاو خبرې وکړې.
د می درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري په کال ۱۹۹۳ کې تصویب شوې، موخه یې د رسنيو د ازادۍ، له رسنيو څخه د حکومتونو د ملاتړ، د رسنيو د ازاديو د ټولنیز وضعیت ارزونې او د هغو خبریالانو قدرداني ده چې د کار پرمهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي.


