افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په لسو ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري غونډې وکړې

1.jpeg

17 ثور 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تېره یوه میاشت کې په پروان، ننګرهار، بلخ، زابل، پنجشیر، ارزګان، سمنګان، کاپیسا، پکتیا او لوګر ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او ګډو کمېټو د ځواکمنتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري غونډې وکړې.


په دغو غونډو کې په دغو ناستو کې، د پروان والي، د زابل، ارزګان او پنجشیر ولايتونو مرستيالان، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو چارواکو، د سیمه ييزو ادارو ویاندویانو او استازو، په یادو ولايتونو کې د سیمه ییزو رسنيو مسوولینو او خبریالانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي او نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په موخه خبرې اترې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.