افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په ننګرهار، کندز، پروان، کونړ، بغلان، نورستان، پکتیا، کاپیسا، فراه، بادغیس، غور، لغمان، زابل او فاریاب ولايتونو کې د ۲۰ رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مرکزي دفتر، ختيځ، شمال ختیځ او پلازمینی زونونو مسوولینو او ولایتي استازو، په کندز او نورستان کې د ملي راډیو تلویزیون مسوولینو، د تنویر راډیو تلویزیون مسوول، د اورانوس تلویزیون مسوول، په غور کې د باختر اژانس مدیر او د کندز، انګېزې، چونغر، سیند غږ، هوډ، د البیروني پوهنتون، عروج، صمیم، صدای عدالت، سرحد، کاوون غږ، حسین، پیغام او یسرا راډیوګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.



