افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په ننګرهار، تخار، پنجشیر، کونړ، هلمند، نیمروز، نورستان، لوګر او لغمان ولایتونو کې، د ۱۲ ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، په ختيځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي مسوول او ولايتي همکارانو، د هلمند، نورستان، لوګر، لغمان او تخار ولايتونو د والي وياندویانو، د نیمروز او پنجشیر د امنيه قوماندانيو ویاندويانو، د ننګرهار کونړ او نورستان د استخباراتو ریاستونو مطبوعاتي مسوولینو او وياندويانو او د نورستان او تخار د کليو پراختیا رياستونو وياندويانو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د ارزښت او اطلاعاتو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وشوې او اړوندو ولايتونو کې د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينې پر پراختیا ټينګار وشو.
په یا30دو ناستو کې، حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکاري کوي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به هغوی سره شریکوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د خبریالانو په کار کې د ننګونو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.




