افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره میاشت د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه ننګرهار، خوست، کندهار،کندز، نیمروز، بدخشان، بغلان، کونړ، سرپل، جوزجان، سمنګان، پکتیکا، لغمان، زابل، ارزګان، لوګر، نورستان، تخار، غور، بامیان او میدان وردک ولایتونو کې د ۳۳ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتې جلا جلا غونډې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې، د کونړ مرستیال والي، د کونړ او پکتیکا امنیه قوماندانان، په يادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او نورو ادارو مسوولینو، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول، په ختيځ، جنوب، جنوب شرق او شمال شرق زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولايتي همکارانو برخه اخېستې وه.
په غونډو کې، په دغو ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د سیمه ييزو رسنيو د نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې،
د دغو ولايتونو چارواکو د رسنيو او خبریالانو له کار څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.




