افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۱۷ ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو ناستې وکړې

3.jpeg

19 جوزا 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه په هرات، خوست، غزني، کندز، زابل، سمنګان، نورستان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، بدخشان، ارزګان، کاپیسا، نیمروز، فراه، بادغیس، غور او بغلان ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې.


په دغو ناستو کې، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولینو، د یو شمېر دولتي ادارو ویاندویانو او استازو، په يادو ولایتونو کې د ځايي رسنيو مسوولینو او خبریالانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو نشراتي او اقتصادي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.