افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره یوه میاشت په بلخ، خوست، کندز، غزنی، ننګرهار، پکتیا، فراه، بادغیس، غور، پنجشیر، نیمروز، لغمان، تخار، جوزجان، میدان وردک، لوګر، پکتیکا، بدخشان او فاریاب ولايتونو کې د ۲۱ رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د شمال ختیځ، مرکز، شمال، جنوب شرق، او ختيځ ولايتونو لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو، د غزني د ملي راډيو تلویزیون مسوول، د تخارستان جریدې مسوول او د کهندژ، حریت، بهارستان، صدای عدالت، عروج، صمیم، صدای دوست، جرګه، اتحاد، کچکن، سوله ارمان، رغون، غږ، افکار مردم، دلها، ښکلا، پوليس، بدلون څرک او خیال نوښت راډيوګانو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت ښه والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو او د رسنيو د اقتصادي او نشراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.



