افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اسلامي امارت له وياند ذبیح الله مجاهد سره ولیدل

WhatsApp Image 2026-06-18 at 12.07.34.jpeg

31 جوزا 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد سره ولیدل.


په دغه لیدنه کې په مرکز زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول ګلاب الدین امیري په ټول هېواد او ځانګړي توګه په مرکز زون کې د رسنيو د ټولیز وضعيت، نشراتي ستونزو، کره اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې او د رسنيو د کار لپاره یې د ښې کاري فضا د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.


د اسلامي امارت وياند په دغه ناسته کې ټينګار وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې به د رسنيو او خبریالانو ستونزو ته رسېدنه کېږي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.