د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز رييس مولوي نعیم الحق حقاني او د دغې ادارې یو شمېر نورو مسوولینو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ، د خبریالانو خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنيو او خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار د رسنيو په ارزښت باندې د ټينګار ترڅنګ وويل چې خبریالانو ته د اطلاعاتو د غوره لاسرسي د زمینې برابرول کولی شي چې رسنيز فعالیتونه اسانه کړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز ریيس په دغه لیدنه کې څرګنده کړه چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د اسانه لاسرسي په برخه کې به هڅې وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.


