افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د ۱۸ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

4 سرطان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره میاشت د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه کندهار، کندز، ننګرهار، کاپیسا، تخار، کونړ، نیمروز، غور، پکتیا، فاریاب، سمنګان، سرپل، نورستان، لغمان، فراه، پکتیکا، جوزجان او بغلان ولایتونو کې د ۳۱ حکومتي ادارو له چارواکو سره د عدالت غوښتې جلا جلا غونډې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې، د کاپيسا مرستيال والي، د نیمروز امنیه قوماندان، د کورنيو چارو وزارت وياند، په یادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو او ځينو نورو ادارو مسوولینو، په جنوب، شمال ختيځ او ختيځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په غونډو کې، په دغو ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د سیمه ييزو رسنيو د نشراتي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې،


د دغو ولايتونو چارواکو د رسنيو او خبریالانو له کار څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.