د اطلاعات او فرهنګ وزیر، مولوي شیر احمد حقاني، د دې وزارت د نشراتو معین، مولوي حیات الله مهاجر فراهي او ورسره مل پلاوي د کاپیسا ولایت له خبریالانو، د رسنیو له مسوولینو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له استازو سره ولیدل او د خبریالانو په ستونزو او د رسنیو پر وړاندې په پرتو ننګونو یې خبرې وکړې.
په ناسته کې په کاپیسا ولایت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي، سعدالله صالحي د رسنیو پر وړاندې پرتې لویې ننګونې له اطلاعات او فرهنګ وزیر سره شریکې کړې. نوموړي د رسنیو د فعالیت جواز لوړ لګښت، د راډیوګانو د فریکونسي او د فلټرونو د نصب اړوند ستونزې، د برېښنا او رسنیو مالي ستونزې د عمده ستونزو په توګه یادې کړې او له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
په یاده ناسته کې د پایتخت زون لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږي کوونکي، روح الله سنګر، او د کاپیسا او پروان ولایتونو یو شمېر خبریالانو هم حضور درلود او د رسنیز وضعیت د ښه کېدو او د رسنیو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په برخه کې یې خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
اطلاعات او فرهنګ وزیر د دې ترڅنګ چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو ستاینه وکړه، زیاته یې کړه چې رسنۍ د اطلاع رسوني او د ټولنې د عامه پوهاوي په برخو کې مهم رول ترسره کوي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې یاد وزارت به له اړوند نورو ادارو سره په همغږي مطرح شویو ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.

