افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د غونډې په تعقیب او د رسنیز کار پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه، د کندهار له والي ملا شیرین اخوند سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مولوي انعامالله سمنګاني، د دغه ولایت د رسنیو یو شمېر مسوولانو او خبریالانو هم ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو د سیمهییزو رسنیو د خپرونو اړوند ستونزو، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د ښه کېدو، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د کندهار والي ملا شیرین وویل، له دې وروسته به دولتي ادارې اړین معلومات له خبریالانو سره شریکوي. نوموړي له خبریالانو وغوښتل چې خپل رسنیز فعالیتونه د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او نافذو قوانینو په چوکاټ کې ترسره کړي او زیاته یې کړه، که کومه ستونزه رامنځ ته کېږي، سیمهییزه اداره به یې د حل لپاره لازمې هڅې وکړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مولوي انعامالله سمنګاني، د رسنیو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، د دې ولایت خبریالانو د ټولنې د بقا او مهمو پرمختګونو په انعکاس کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
د سوېل زون لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږي کوونکي، عطاالله عمر، دغه غونډه د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د تېرې غونډې د پرېکړو د عملي کېدو پر لور یو مهم ګام وباله. هغه وویل، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لا ښه لاسرسي د برابرولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره به د کمېټې هڅې دوام ولري.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د شته ننګونو د حل، د خبریالانو د خوندیتوب د تأمین او د خوندي رسنیز چاپېریال د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته په پرلپسې ډول دوام ورکوي.
