افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه په کندهار، بلخ، خوست، هرات، کندز، پروان، لوګر، کونړ، نورستان، لغمان، هلمند، نیمروز، جوزجان، فاریاب او زابل ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، د جوزجان والي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یو شمېر ادارو مسوولینو، په دغو ولايتونو کې د اطلاعات او کلتور ریاستونو مسوولینو، د ځينو سیمه يیزو ادارو ویاندویانو او استازو، د یادو شویو ولايتونو خبریالانو او د سیمه ييزو رسینو مدیرانو، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو نشراتي او اقتصادي ستونزو، د ویاندویانو ټاکلو، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.


